د کندهار پر امنیه قوماندانۍ د بريد له امله د زخمیانو د بشپړې روغتیا او د شهیدانو د روح د خوښۍ په موخه د قران عظيم الشان ختمونه وشول.

د دوشنبې په ورځ د سرحدنو او قبایلوچارو د ریاست مقام له خوا په هېواد کښی د ټولو شهیدانو په تېره بيا د کندهار د وروستي پېښي دشهیدانو د خوښی او زخمیانو د روغتیا په خاطر چه یو هم دسرحدونو او قبایلوچارو د ریاست کارمند محمد نورزاد شهید شوی ؤ پاکو ارواحو د خوښیو لپاره ختمونه وشول.

په دی ختم کښي د جمهور رئیس ارشد سلاکار اسدالله فلاح، ورسره راغلي پلاوي، د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب، د سرحدونو او قبایلوچارو ریس عبدالرازق عابد،د سکتوري ادارو رئیسانو، علماو، قومي مخورو او د ښار او ولسوالیو یو شمیر نورو مشرانو هم برخه اخیستي وه.

د قران پاک تر خاتم وروسته د الله ج عظیم دربار ته د دعاء لاسونه لپه سوه او په هیواد کي د روانو بدبختیو څخه د خلاصون، دایمي سولي، اتفاق، زخمیانو ته د عاجلي او کاملي روغتیا او شهیدانو ته د ابدي جنتونو دعا وسوه.

وروسته د جمهور رئیس ارشد سلاکار او مرستیال والي د زخمیانو او شهید له کورنیو سره د انساني همدردۍ، خواخوږۍ او په شهید پسې د خیرات کولو په موخه د شهید له کورنۍ سره ۱۰۰ زره افغانۍ، مالي همکاري هم وکړه او هغوی ته یې د الله ج له عظیم دربار څخه د جمیل صبر غوښتنه وکړه.