له فرهنګي او سیاسي شخصیت سره کتنه!

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن سې شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه د پکتیا ولایت له پخوانې والي، فرهنګي او سیاسي شخصیت ښاغلي سردار محمد سنګرمل سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو خواوو د ملي یووالي، د سولې په ټینګښت، علمي موضوعګانو او د وزارت د کتابونو په اړه بحث او خبرې وکړې.