له استاد احمد ویس وردګ سره کتنه!

د سرحدون او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري د میاشتې په لومړۍ نېټه په داسې حال کې، چې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلی ډاکټر فریدون بارکزی او د دفتر رئيس ښاغلی نور آقا ناصري هم حاضر و، د امریکا د هارد فورډ پوهنتون د سیاسي علومو د برخې له استاد ښاغلي احمد ویس وردګ سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لور په علمي او اکاډیمیکو موضوعګانو سربېره د هېواد په روانو حالاتو او د سولې په ټینګښت بحث او خبرې وکړې. او د تلپاتې سولې په ټينګښت کې د سرحدونو او قبایلو چارو د وزير ښاغلي شېرزي هلې ځلې وستایل شوې.