د خپرنیزو چارو پر کیفیت او سمون ټینګار

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي نن سه شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري پرلومړۍ نېټه د اطلاعاتو او عامه اړېکو ریاست له کارکوونکو سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي بارکزي لومړی د اطلاعاتو او عامه اړېکو ریاست کارکوونکو ستونزې واورېدلې د حل په اړه یې هم د یاد ریاست مسولینو ته لارښوونې وکړي.

ښاغلي بارکزي ددغې ریاست له کارکوونکو سره په خبرو کې د دې ریاست چارې د وزارت د ژبې په توګه، مهمې او ارزښتناکې وبللې وې ویل: چې یا د ریاست باید ملي، سیمه ییزې او نړېوالې پېښې هغه چې د افغانستان د حالاتو او وضعیت سره تړاو لري تحلیل او ارزیابي کړي او وروسته یې په اړه خلکو ته د فیسبوک، ویب پاڼې او چاپي رسنیو له لارې په سمه توګه ورسوي.او له خپل ولس سره یې شریکې کړي.

ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي د خپلواکۍ سلمې کلیزې ته د تیاري په اړه وویل:چې د جلالتماب ولسمشراو د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي په لارښوونه موږ ټولو د ګډو هڅو په پایله کې وکولای شول، چې د کابل ښار په بېلا بېلو برخوکې د خپلواکۍ د ارزښتونو، د خپلواکۍ د پیغام او اهمیت په اړه بیلبیوردونه اوساینونه ولګولو او په همدې توګه دغه ملي ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځو، غازي امان الله خان د هېواد د خپلواکۍ، د هېواد د پرمختګ او پخپلو پښو درېدلو فکر درلودلو، له همدې امله پرموږ ده، چې د هېواد داسې ملي شخصیتونه، چې هغوی د ملي یووالي، دافغان ولس د هوساینې او ترقۍ لپاره یې کارکړی او په دې لار کې د سر پروا هم نه ده ساتلې قدر وکړو او د همداسې یو فکر د پیاوړتیا لپاره چې ټولنه نیکمرغه کولای شي کاروکړو.

د غونډې په پاې کې ښاغلي بارکزي د اطلاعاتو او عامه اړېکو ریاست له مسولینو او کارکوونکو مننه وکړه او د دوی د لا بریالیتوبونو هیله یې وکړه او په ګډ کاریې ټینګاړ وکړ.