د فاریاب ولایت له ځوانانو او مخورو سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن سې شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري د میاشتې په لومړۍ نېټه د فاریاب ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو پخواني رئيس ښاغلي سید عارف ګهریک او یو شمېر ځوانانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو ځوانانو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د ملي یووالي په ټینګښت او په ټاکنو کې د ځوانانو په پراخ کډون کولو بحث او خبرې وکړې وې ویل: ځوانان د هېواد راتلونکی جوړوي او د دوی رول د ټولنې په ټولو برخو کې ارزښتناکه دی.

همدا راز یې د وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل، چې د فاریاب ولایت ځوانانو ته دې د وزارت په اړوندو لېسو کې د زده کړې زمینه برابره شي او د دوی هڅې دې په بیلابېلو برخو کې ارزښتناکه وګڼل شي نوموړو د موجوده نظام څخه د بشپړ ملاتړ څرګندولو په ترڅ کې د وزارت سره د هر ډول همکاریو ډاډ څرګند کړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په خپلو خبرو کې د یادو ځوانانو ستونزې پرځای وبللې او د دوی له ملي احساس څخه یې د مننې په ترڅ کې وویل: موږ پر دې خوښ یو، چې زموږ ځوانان دې د هېواد د جوړلو په برخه کې ښې او ارزښتناکه مفکورې لري او په ټاکنو کې ګډون کوي دا د هر هېواد وال مسؤلیت دی، چې د خپل هېواد په درد ودردیږي او په جوړلو یې خوښ اوسي.

همدا راز یې د ښاغلي ګهریک څخه هم مننه وکړه، چې د فاریاب ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو د رئيس په توګه یې خپلو هېوادوالو ته خدمتونه ترسره کړي او خپله دنده یې په پوره صداقت او ایماندارۍ سره مخته وړې.

ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي ډاډ څرګند کړ، چې د راغلو ځوانانو ستونزې به د ملي یووالي حکومت له مشرتابه سره شریکې او په ګډه به ورته د حل لارې چارې پيدا کړي.