د وزارت د اړوندو لېسو لپاره د خوراکي توکو درې ګوني قراردادونه منظور او تاييد شول.

د ملي تدارکاتو په هغې غونډه کې، چې د جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ او د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي معين ښاغلي ډاکټر فريدون بارکزي، د وزارت د تدارکاتو ريس ښاغلي پويا او د نورو وزارتونو او ادارو د مقاماتو په ګډون تير ماښام په ولسمشرۍ مانۍ کې جوړه شوې وه.
لومړۍ د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي مرستيال ښاغلي بارکزي د وزارت په درې ګونو لېسو کې د زده کوونکو د اعاشې په خاطر چې له کومې ستونزې پرته يې زده کوونکي د واحدې سرچېنې سره د قرارداد او نورو لارو اکمال کړي جلالتماب ولسمشر ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د هېواد جلالتماب جمهور ريس د يادو ليسو د اعاشې په اکمالولو کې د وزارت د محترم مشرتابه هلې ځلې وستايلې او د مننې په ترڅ کې يې د وزارت د خوراکي توکو درې ګوني قراردادونه منظور او تاييد کړل.