د وزارت اړوندولېسو کې د لا ښه نظم راوستو او اصلاحاتو په پلي کولو ټینګار وشو

له همدې امله نن د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په مشرۍ او د وزارت د ښوونې او روزنې د ریس ښاغلي محمد نبي شهاب، د داخلي تفتیش ریس ښاغلی ذهیب احمدي او له ولایتونو سره د اړیکو او همغږۍ ریس ښاغلي حمیدالله خیبر په ګډون غونډه جوړه شوه .

په دې غونډه کې لومړۍ اړوندو ریسانو په خپلو خبرو کې په یادو لیسو کې د وروستیو بدلونونو او پرمختګونو په اړه ښاغلي مسلکي معین ته بشپړ معلومات وړاندې کړل
ورپسې ښاغلي بارکزي په یادو لیسو کې د نظم او اصلاحاتو د لړي په تطبیقولوباندې په ټینګار سره اړوندوریسانو ته لارښوونه وکړه، چې خپلو کاري استقامتونو ته په کتو سره خپلې دندې په اغېزمن ډول تر سره کړي تر څو موږ له هر پلوه نمونه لېسې ولرو.