د ننګرهار ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي نن چهار شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري میاشتې په دوهمه نېټه د ننګرهار ولایت له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو ښاغلو انجینر غفار خان، ډاکټر عصمت شینواري، نجیب الله نیک یار او ملګرو سره یې د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو قومي مشرانو او مخورو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ، د ملي یووالي، د سولې په ټینګښت او په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون د هڅولو په برخه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هڅې او فعالیتونه د ستاینې وړ وبلل او د موجوده نظام څخه یې د بشپړ ملاتړ کولو سربېره یې د وزارت سره د هر راز همکاریو ډاډ څرګند کړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي په خپلو خبرو کې د یادو قومي مشرانو او مخورو ستونزې پر ځای وبللې او د هېوادوالو لپاره یې خدمت ترسره کول خپل مسؤلیت یاد کړ.