د لوی کندهار ولایت د ځوانانو سرتاسري شورا له مشر سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن چهارشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري میاشتې په دوهمه نېټه د لوی کندهار ولایت د ځوانانو سرتاسري شورا له مشر ښاغلي سعدالله کاکړ او ملګرو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د اداري او خدماتو رئيس ښاغلی جمال الدین زاهد، د تدارکاتو رئيس ښاغلی خان محمد پویا او یو شمېر آمرین هم حاضر و، د ځوانانو په رول او ارزښت خبرې وشوې، همدا راز ښاغلي سعدالله کاکړ د دې شورا له خوا ځوانانو ته د کار موندنې او کاري فرصتونو او په دې برخه کې د شورا د هلو ځلو په اړه معلومات وړاندې کړل. له وزارت سره یې د ملي یووالي او سولې د ټینګښت په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورپسې ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په خپلو خبرو کې ځوانان یو پیاوړی بشري ځواک یاد کړ وې ویل: باید ځوانانو ته د زده کړې زمینې برابرې او همدا راز د دوی له وړتیاو څخه باید ګټه پورته شي.
ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي دا هم وویل: چې وزارت د سرحدي او ناامنو سیمو ځوانانو ته د زده کړې ښه شرایط برابر کړي دي. هغه ځوانان چې د ناامنۍ او نورو ستونزو له کبله په لرې پرتو سیمو کې زدکړې ته لاسرسی نه لري کولای شي په ټاکلي وخت مراجعه وکړي، ترڅو یې موږ اړوند لېسو ته معرفي کړو. نوموړي دغه راز ځوانانو ته د کار موندنې په برخه کې د دغې شورا د هڅو قدر داني وکړه