اطلاعاتو ته د لاسرسۍ کمېسیون له کمېشنر سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن چهار شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري د میاشتې په دوهمه نېټه اطلاعاتو ته د لاسرسۍ کمېسیون له کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب او سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد هاشم مرشد سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې ، چې د وزارت د اطلاع رسوونې مسؤل ښاغلی سید نظیم سعيدي هم حاضرو، ښاغلي حمدالله ارباب ددغه کمېسیون د فعالیتونو او اجرااتو په اړه، چې په بېلابېلو ادارو کې یې ترسره کړي دي معلومات وړاندې کړل.
نوموړي همدا راز د وزارت له مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي څخه هیله وکړه، چې د اطلاع رسونې په برخه کې همکاري وکړي او د وزارت په دوهمو واحدونو کې هم د اطلاع رسونې لپاره مسؤل اشخاص وټاکي. همدا راز یې د اطلاع رسونې په برخه کې د یو پوست زیاتیدو له امله هم د وزارت له مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون څخه مننه وکړه.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په خپلو خبرو کې د یاد کمېسیون د کمېشنر له راتګ څخه د مننې په ترڅ کې وویل: موږ د تل په څېر د وزارت کړنې او فعالیتونه د رسنیو له لارې له ملت سره شریکې کړې او په راتلونکي کې به یې هم شریکوو.
ښاغلي بارکزي همدا راز د دغه کمېسیون له فعالیتونو او کړنو څخه خوښي څرګنده کړه، چې د اطلاع رسوړنې د چارو د تنظیم په برخه کې يې کوي. ښاغلي بارکزي ډاډ څرګند کړ، چې موږ به د وزارت اړوند فعالیتونه د اطلاع رسونې له قانون سره سم د رسنیو په واک کې ورکړو او له کمېسیون سره به په دې برخه کې خپلې همکارۍ ونه سپموو.