د ملت بابا ارواښاد المتوکل على الله اعليحضرت محمد ظاهر شاه د دوولسم تلين په مناسبت د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت پيغام

تر هر څه نه مخکې د ملت بابا د افغانستان د پخواني محبوب او پرمختګ غوښتونکي پاچا د دوولسم تلين له امله ټولو درنو هېوادوالو ته د تسليت مراتب وړاندې کوم.

نن د ملت د بابا او د افغانستان د یوه سوله خو ښوونکي او خدمتګار مشر ارواښاد اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د وفات دوولس کاله پوره شول .

د ملي يووالي سمبول ارواښاد اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د افغانستان یو ریښتینی اصيل بچی، ملي مشر، سوله خوښونکی انسان، په پرمختګ او هوساینې مېن او د هېواد واقعي خدمتګار پاچاه و، چې د خپلې واکمنۍ په دوران کې يې هېواد والو ته د کتنې وړ او اغېزمن خدمتونه ترسره کړي دي ده همداراز د قانون د تطبيق او په ټول هېواد کې د ورورۍ او امن فضا په رامنځته کولو کې له هېڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړه او د افغانانو د لوړو ارمانونو د تحقق لپاره يې بشپړې هڅې وکړې .

دغه راز د ملت بابا يو عادل، پر مختګ غوښتونکى او معارف پروره پاچا و او دده د واکمنى دوره په هېواد کې د پت، عزت، سولې او ملي يووالي د ټينګښت دوره وه، ځکه خو افغانان په تاريخي لويه جرګه کې نوموړي ته د ملت بابا لقب ورکړ ، د يادونې وړ ده، چې افغانان هر چا ته د بابا لقب نه ورکوي.

نوموړي په افغانستان کې ټول مېشت شريف قومونه په يوه ټغر راټول کړي او له همدغو قومونو سره يې د هېواد د ملي ګټو په تامينولو کې هميشه سلا مشورې کولې.

د ملت بابا ارواښاد محمد ظاهر شاه په خپل بهرني سياست کې هم يو کامياب پاچا و، د ګاونډيو، سيمې او ټولو بهرنيو هېوادونو سره يې د حسن نيت او متقابل درناوي پر بنسټ اړيکي پاللې او هېچا ته يې اجازه نه ورکوله، چې افغانستان ته په سپکه سترګه وګوري او يا هم د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسونه وکړي.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مقام او کارکوونکي دده خدمتونه او کارنامې ستايې، د لوې الله ج له دربار څخه ورته د مغفرت او بخښنې هيله کوي.

ارواح دې ښاده وي
درنښت
محمد شفيق ګل آغا شېرزى
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير