د پکتیکا ولایت ولسونو قومي مشرانو د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د نظام له کړنو څخه ملاتړ وکړ

ياده غونډه چې د پکتيکا ولايت د سرحدونو او قبايلو چارو رياست له لوري رابلل شوې وه نن سهار د پکتیکا ولایت د ارګون په ولسوالي کې جوړه شوه

غونډه کې د پکتیکا ولایت له ۲۲ ولسوالیو څخه ګڼ شمیر قومي مشرانو او علماو ګډون کړی و .

د غونډې پیل د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو ، له هغه وروسته د هیواد ملي سرود وغږول شو.

د غونډې د ښه راغلاست وینا د پکتیکا ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو رئيس ښاغلي خان محمد پکتین لخوا څخه وشو، چې د خپلو خبرو په ترڅ کې یې خوښې څرګنده کړه، چې د پکتیکا ولایت د ټولو ولسوالیو څخه په ګڼ شمېر قومي مشرانو او علماي کرامو په داسي سختو شرایطو کې د پکتیکا ولایت سرحد ته څېرمه لرې پرتې ولسوالۍ ته تشریف راوړ ، همدارنګه د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس د پکتیکا له والي مجیب الرحمن څمکنی او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او د قبایلو د همغږۍ رئیس الحاج نیازمحمد امیري څخه مننه وکړه، چې د نورو ولایتو پرخلاف یې د ولایت د مرکز پرځای په یوه سرحدي ولسوالې کې د یو ستر شمېر مشرانو د راغونډولو تابیا او تصمیم ونیو او یاده پریکړه یې په بریالیتوب سره عملي کړه .

د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس زیاته کړه چې له نظام څخه د ولسونو او قومي مشرانو ملاتړ ډیر اړین دی او ولسونو دي چې نظامونه منځ ته راوړی او پایداره کوي یې ، ولسونو او قومي مشران باید تل د حکومت په څنګ کې ودریږي ، د حکومت له مشروع کړنو څخه ملاتړ وکړي او او ناسالمې کړنې یې نقد کړي .
د غونډې دوهمه برخه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو د همغږۍ رئیس ښاغلي الحاج نیازمحمد امیري وینا وکړه ، او تر ټولو د مخه یې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د وزیر محترم ګل آغا شیرزي نیکي هیلي او سلامونه د پکتیکا میړني ولس ته وړاندي کړل ، امیري صاحب په غونډه کې د پکتیکا د غیرمتندو ولسونو له پراخ ګډون څخه خوښي وښوده ، او زیاته یې کړه چې د پکتیکا ولسونه تل د هیواد لپاره په هره مبارزه کې په لمړۍ کرښه قرار لري ، او تل یې د هیواد له ملي ګټو څخه ننګه کړیده ، امیري د پکتیکا د قومونو د یووالي ستاینه او قدرداني وکړه چې همیشه دلته وروڼه قومونه متحد پاتی شویدي او دلته په لویه کې قومي ستونزه اصلا وجود نه لري ، ښاغلی امیري د پکتیکا ولسونو د حکومت څخه لا ټینګ ملاتړ او په ملی پروسو کې برخه اخیستنې ته راوبلل او زیاته یې کړه چې په راتلونکو ټاکنو کې ستاسو برخه اخیستنه ستاسو راتلونکی جوړوي ، هرڅومره چې تاسو په پراخه کچه په را روانو ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلئ په هماغه اندازه به مو په حکومت او همدارنګه د بیارغونې پروژو کې برخه اخیستنه ډیریږي او موږ به په راتلونکي کې په خپلو عوایدو او خپلو پښو ولاړه یوه ودانه پکتیکا ولرو.

د غونډې بل ویناوال د اورګون ولسوالي قومي مشر حاجي پیرغلام و ، چې په ارګون ولسوالی کې یې د غونډی له جوړیدو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د حکومت یاده کړنه چې په لري پرتو ولسوالیو کې د بیلا بیلو قومي مشرانو د رایوځای کېدو سره به د قومونو تر منځ مینه ، ورولي او ملی یووالي لا پیاوړی شی .

ورپسې د سروبي ولسوالی قومي مشر قاضي سید د قومونو ترمنځ پر یووالي او ورورولي ټینګار وکړ او قومونه یې د ځنګلونو په نه وهلو او په راتلونکو ټاکنو کې برخه اخیستنې ته راوبلل .

د غونډې بل ویناوال د ګوملې ولسوالۍ د شکین مشر حاجي میرافضل و چې ویې ویل د پکتیکا ولسونو همیشه قرباني وکړی او بیا به یې هم ورکوي د پکتیکا ټولو قومونو په یوه خوله او یوه توره همیشه خپل سرحد ساتلي او پردو ته یې اجازه نه ده ورکړې چې د دوی په سیمه کې مداخله وکړي ، ده وویل موږ تل له خپلو امنیتي ځواکونو څخه هغه که ملي اردو ، سرحدي اردو ، ملي پولیس او ملی امنیت شاته ولاړ یو او په هر حالت کې د دوی څخه ننګه کوو او پر خپلو ځواکونو ویاړو .

ورپسې د برمل سرحدي ولسوالۍ قومي مشر مولوی سلیم الله وزیر وویل چې موږ د اسلامي اصولو په رڼا کې د خپل حکومت او نظام له ټولو کړنو څخه ملاتړ کوو ، وزیر هم د پکتیکا ټول ولسونه ملي یووالي ته راوبلل او همدارنګه یې د ځنګلونو او ونو په ارزښت خبرې وکړي .

ورپسې هم د خیرکوټ ولسوالي قومي مشر ضابط زرخان خبري وکړي په راتلونکو ټاکنو کې یې د پکتیکا ولسونه پراخې برخه اخیستنې ته راوبلل او همدارنګه یې له حکومت څخه وغوښتل، چې ولسونه مو د نشه یې توکو پر وړاندی د مبارزي څخه په کلکه ننګه کوي او په دې لار کې ستاسو هڅې ستایې او په دې برخه کې د ستاسو د مبارزې د لاپراختیا غوښتنه کوو

وروسته بیا د مټاخان ولسوالي قومي مشر مدثر لنګرخیل او د اورګون د ځوانانو په استازېتوب ښاغلي قیوم خان خبري وکړي ، چې دوی هم په خپل وار سره د حکومت څخه ننګه خپله ملي وجیبه وبلله ، همدارنګه یې د پکتیکا ولسونه د نشه یې توکو او د ځنګلونو د وهنې پرخلاف مبارزې ته راوبلل او له ټولو څخه یې غوښتنه وکړه چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې پراخه برخه واخلي .

د غونډي وروستی ویناوال د پکتیکا محترم والي ښاغلي مجیب الرحمن څمکنی و لمړي د غونډې ګډونوالو ته د هیواد د خپلواکې د سلمې کلیزې مبارکي وویله ، هغه د امان الله خان د افغانستان د آزادۍ اتل یاد کړ او زیاته یې کړه چې سل کاله مخکې د آزادۍ اخستنه زموږ د پلرونو او نیکونو یو ستر ویاړ راپاتي دی چې په څو راتلونکو ورځو کې به یې د ټول هیواد په کچه د بې ساري لمانځنې شاهد واوسو چې په خپلو خبرو کې د پکتیکا له ولسونو او قومي مشرانو څخه خوښي څرګنده کړه چې تل یې په ملي یووالي او ازادي ګټلو کې خپل بنسټیز نقش ادا کړیدی ، ده وویل چې پکتیکا د افغانستان دروازه ده چې هر وخت جنګ او سوله له همدې دروازې څخه راتللی شي ، ښاغلي څمکني زیاته کړه چې د پکتیکا ولسونه اوس ویښ شويدی او اوس باید خپل ځان ثابت کړي ، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ستاسو پراخه برخه اخیستنه به ستاسو راتلونکی تضمین کړي ، ښاغلی څمکنی د پکتیکا د ولسونو په لا یووالی او ټینګار وکړ او ویې ویل چې تاسو باید له سیمه ایز حکومت سره تل همکار واوسئ ، زموږ مثبتي کړنې وستایې او له هغو څخه ننګه وکړئ ، همدارنګه مو نیمګړتیاوې را په ګوته کړئ ، تر څو لکه څرنګه چې زموږ دنده تقاضا کوي چې حکومت باید د ولس خدمتګار واوسي همداسې واوسو . او په اخر کې د پکتیکا والي یو ځل بیا د پکتیکا د ۲۲ ولسوالیو له ټولو قومي مشرانو څخه مننه وکړه چې شمېر یې نږدي ۷۰۰ تنو ته رسېده چې یادې پرتمینې غونډې ته یې د پکتیکا له ګوټ ، ګوټ څخه تشریف راوړي او په دې غونډه کې یې برخه اخیستې ده .

غونډه په هیواد کې د دایمې سولې ، ورورولي او د ملي یووالي په پیاوړتیا په دعایې سره پای ته ورسېده .