پر ملکي اهدافو او خلکو بريد يو ناروا، مردود او وحشيانه عمل دى، چې هېڅ ډول توجيه نلري.

 

په ژورې خواشينى سره مو خبر ترلاسه کړ، چې وحشي ترهګرو او د هېواد قسم خوړلو دښمنانو د خپلو وحشيانه او ناځوانمردانه بريدونو په دوام نن یو ځل بیا د کابل په درېو جلا جلا سيمو کې پر مظلوم ولس باندې ستر او نه بخښوونکى جنایتونه تر سره کړل، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ يو شمېر بيګناه هېوادوال شهیدان او ټپیان شول.

دغه بى رحمه او سخت زړي ځناور د سپیڅلي اسلام تر نامه لاندې مسلمانان په بیرحمۍ سره شهیدانوي، چې دا کار يې د خلکو په زړونو کې لا کرکه او نفرت رامنځته کوي.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مقام او ټول منسوبين په داسې حال کې ، چې دغه ناروا او کرغېړن بريدونه په کلکه غندي د الله تعالی له دربارڅخه شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتيا هيله کوي .


درنښت
محمد شفيق ګل آغا شېرزى
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير