د کندهار له امنيه قوماندان، قومي مشرانو او مخورو سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي نن جمعه د روان لمریز کال د زمري د میاشتې په 4 مه نېټه د کندهار له امنيه قوماندان ښاغلي جنرال تادين خان اڅکزي، قومي مشرانو، مخورو او د کندهار او زابل ولايتونو د ولايتي شورا ګانو له مشرانو او غړو سره په خپل استوګنځي کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د کندهار د پخواني امنيه قوماندان شهيد جنرال عبدالرازق زوى هم حاضر و، ښاغلي تادين خان، قومي مشرانو او مخورو له موجوده نظام څخه د ملاتړ په ترڅ کې د ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي اوسنۍ او تیرې کړنې وستایلې، چې د کندهار او ننګرهار په ولایتونو او د سرحدونو او قبايلو چارو په وزارت کې یې د سولې او بیا رغونې په برخو کې ترسره کړې دي، نوموړو دغه راز په بېلابېلو برخو کې د خپلو سلا مشورو شريکولو ترڅنګ دتلپاتې سولې او ملي يووالي د ټينګښت په برخه کې ښاغلي ګل اغا شېرزي ته د لازیاتو بریالیتوبونو هیله وکړه.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي د جنرال تادين خان ، قومي مشرانو او مخورو له راتګ څخه د مننې تر څنګ وویل: ستاسو درنو مشرانو له نیکو نظرونو څخه منندوی یو، تاسو تل د خپل هېواد او خلکو د خير ښېګڼې او سرلوړۍ لپاره ریښتینې هڅې ترسره کړي دي، زه به د سولې او ملي يووالي په ټينګښت کې ستاسو رغنده نظرونه او اغېزمنې سلا مشورې په پام کې نيسم تر څو په ګران هېواد افغانستان کې د جګړې ټغر ټول او تلپاتې سوله ټينګه شي .