د زمرې د اوومې، د افغانستان د ملي بیرغ د ورځې په ویاړ!

ملي بیرغ، چې زموږ د هېواد د هویت څرګندونه کوي له معنوي اړخه دومره ارزښت لري،چې افغان ملت یې د لوړ ساتلو په لاره کې سرونه بایللي، خو هغه يې لوړ او سر لوړی ساتلي، همدا راز زموږ ملي بيرغ د يو خپلواک هېواد په توګه زموږ په فضا کې د خپلواکۍ د ساتلو څرګندوى دى.

بیرغ انسانانو له ډېر پخوا د عزت، ځواک، سپېڅلتیا او د ویاړ نخښې په توګه پېژندلی او ټاکلی دی.

زموږ ملي درې رنګه بیرغ له ځانګړو سمبولونو سره، چې دا مهال د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې دافغان خپلواک هېواد د هویت په توګه رپيږي ،زموږ ټولو افغانانو د یووالي او اتحاد سمبول دی او د تل په څېربه یې په مېړانه او سرښندنه ساتي.
د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت په داسې حال کې، چې ددغې وياړلې ورځې له امله په هېواد او بهر کې ټولو مېشتو افغانانو ته مبارکي وايي ، هيله څرګندوي، چې سبا دوشنبې د دغې ملي ورځې په ښه لما نځلو کې فعاله ونډه واخلي

رپانده دې وي زموږ درې رنګه تور، سور او زرغون ملي بیرغ.