د زرغون بهير ګوند مشر ښاغلي امرالله صالح پوښتنه وشوه.

د سرحدونو او قبايلو جارو وزير محترم محمد شفيق ګل اغا شېرزي نن ماښام په داسې حال کې ، چې د وزارت مسلکي مرستيال ښاغلى ډاکټر فريدون بارکزى هم ورسره ملګرى و د ښاغلي امرالله صالح استوګنځي ته تشريف يوړ او دهغه پوښتنه يې وکړه.

ښاغلي شېرزي په داسې حال کې، چې د لوى خداى ج له دربار څخه نوموړي ته د بشپړې روغتيا هيله وکړه وى ويل:

داسي بریدونه د هېواد د زړه ورو او په هېواد مينو بچیانو روحیه نشي کمزورولې ، الله پاک دې په هېواد کې سرتاسري امن ټينګ کړي. تر څو دغه شان ناوړه پېښې تکرار نه شي.