د اطلاعاتو او عامه اړیکو او د تحقیق او مطالعاتو رئيسانو د اجرااتو کلنۍ ارزونه تر سره شوه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي او د مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي له خوا نن یکشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري میاشتې په ۶ مه نېټه په داسې حال کې، چې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلی محمد یعقوب احمدزی او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون استازی ښاغلی تمیم سکندري هم حاضر و، د اړوندو رئیسانو ښاغلو عبدالوحید خاورې او جاوید احمد وفا کلنۍ ارزیابي ترسره شوه.

د ارزیابې په بهیر کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي د نوموړو رئيسانو کاري کړنې او فعالیتونه د ستاینې وړ وبلل او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه

همدا راز مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي هم په خپلو خبرو کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو او د تحقیق او مطالعاتو د رئيسانو زیارګالنو ته په اشارې سره وویل: باید د هر دولتي کارکوونکي فعالیت ته په کتو سره د هغوی ارزیابي وشي ترڅو په ادارو کې ښه نظم او چارې يې په اغېزمن ډول پرمخ لاړې شي.