د انګلیسي ژبې د زده کړې درې میاشتني پروګرام د پیل په غونډه کې ګډون!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن دوشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري میاشتې په ۷ مه نېټه د انګلیسي ژبې د زده کړې درې میاشتني پروګرام د پیل په غونډه کې ګډون وکړ.
په یاده غونډه کې، چې د بشري زېرمو رئيس ښاغلی محمد یاسین پکتین او له ولایتونو سره د اړیکو او همغږس ریاست سرپرست ښاغلی حمیدالله خېبر هم حاضر و، مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون باکزي د غونډې برخوالو ته په خپلو خبرو کې د کارکوونکو د وړتیاوو په لوړولو کې د دا ډول پروګرمونو، سیمینارونو او ورکشاپونو جوړول ارزښتناکه او ګټور وبلل وې ویل: دا مهمه نه ده، چې موږ په کومه برخه او په کومه کچه زده کړې لرو غوره داده، چې ګټه ترې واخلو او هم یې نورو زده کړو، د انګلیسي ژبې د زده کړې دا پروګرام هم ستاسو د ظرفیت لوړوالي په موخه د درې میاشتو لپاره جوړ شوی هیله من یو، چې په ټاکلي وخت حاضر شي او له فرصت څخه د زده کړې لپاره ګټه پورته کړې او هم یې له نورو سره شریک کړې.
همدا راز ښاغلي بارکزي زیاته کړه، دا چې د خپلو مورنیو ژبو ترڅنګ له نورو ژبو سره هم بلدتیا ولرو زموږ پر ګټه دي او کولای شو ستونزو ته په اسانۍ سره د حل لارې چارې پیدا کړو.
نوموړي له استاد شاهپور څخه هم مننه وکړه، چې د بشري زېرمو ریاست سره په همکارۍ داسې ګټور پروګرامونه په لار اچوي.