د پوهنتون له استاد سرکتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن دوشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري میاشتې په ۷ مه نېټه د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځۍ له استاد او قومي مشر ښاغلي مولوي اسدالله ساجد سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت، ملي یووالي او نورو د بحث وړ موضوعګانو په اړه خبرې وکړې.