په ولسي جرګه کې د پکتیا ولایت د خلکو له استازي او د دغه ولایت د ولایتي شورا له رئيس سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن دوشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري میاشتې په ۷ مه نېټه په ولسي جرګه کې د پکتیا ولایت د خلکو له استازي ښاغلي نواب منګل او د یاد ولایت د ولایتي شورا له رئيس ښاغلي ډاکټر الله امیر بارکزي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د دفتر رئيس ښاغلی نور آقا ناصري هم حاضر و، راغلو استازو د خپلو مؤکلینو د ستونزو شریکولو په ترڅ کې د سولې، ملي یووالي او د جرګو او مرکو له لارې د ټاکنو ملي بهیر ته د خلکو د هڅونې او رابللو په برخه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هڅې د ستاینې وړ وبللې او په دې برخو کې یې د خپلو همکاریوډاډ ورکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په خپلو خبرو کې د یادو استازو د مؤکلینو ستونزې پر ځای وبللې وې ویل: د خلکو استازي او قومي مشران د دې هېواد په ملي مسایلو کې ځانګړې ارزښت لري، موږ باید په مهمو پرېکړو کې د دوی سلامشورې له ځان سره ولرو او له تجربو څخه یې ګټه پورته کړو.

ښاغلي بارکزي زیاته کړه، د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړل شي او هر هېوادوال مسؤلانه د خپلو خلکو رښتینی خدمتګار اوسي.